ګڼ شمېر روسي شرکتونه چمتو دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي

ګڼ شمېر روسي شرکتونه چمتو دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي سوداګرۍ او اقتصاد
په افغانستان کې د هر ډول بهرنۍ پانګونې ملاتړ کوو

د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې د روسیې تجارتي فدراسیون استازولۍ رئیس الکساندر الیزاروف په ترکمنستان کې د افغانستان سفیر فضل محمدصابر سره په کتنه کې په سوداګریزو، اقتصادي، ټرانسپورټي او د افغانستان او روسیې ترمنځ په پانګونې خبرې کړې دي.

په عشق اباد کې د افغانستان سفارت پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، په دې کتنه کې الکساندر الیزاروف ویلي، ګڼ شمېر روسي شرکتونه چمتو دي، چې د افغانستان مارکېټ ته لار ومومي او د افغانستان د اړتیا وړ توکو برابرولو ترڅنګ په ټولنیزو او عام المنفعه پروژو کې ګډون او پانګونه وکړي.

په دې کتنه کې د افغانستان سفیر فضل محمد صابر په افغانستان کې د هر ډول بهرنۍ پانګونې ملاتړ کړی دی.

ښاغلي صابر ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت په هېواد کې د پانګونې لپاره هر ډول اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی.

د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې د سیمې هېوادونو سربېره ګڼ نړېوال هېوادونه او نړېوال شرکتونه لیواله شوي چې افغانستان کې په لویه کچه پانګونه وکړي، چې ځينو عملا د پانګونې عملي چارې پیل کړې دي.

تړلي موضوعات