برېښنا شرکت: د جمهوریت د وخت د برېښنا ټول قرضونه ګاونډیو هېوادونو ته تادیه شول

برېښنا شرکت: د جمهوریت د وخت د برېښنا ټول قرضونه ګاونډیو هېوادونو ته تادیه شول سوداګرۍ او اقتصاد
د افغانستان برېښنا شرکت

د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د افغانستان اسلامي امارت د جمهوریت د وخت د برېښنا ۶۲۷ میلیونه ډالره قرضونه ګاونډیو هېوادونو ته تادیه کړل.

د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وايي،  چې د جمهوریت له وخت څخه په برېښنا شرکت د ګاونډیو هېوادونو ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران د برېښنا قرضداري د برېښنا په برخه کې لویه ستونزه پاتې وه.
نوموړي زیاته کړې اسلامي امارت وکولی شول، چې د پورته ټولو هېوادونو د برېښنا ټوله ۶۲۷ میلیونه ډالره قرضداري په بشپړه توګه ادا کړي.

ښاغلي میوندي دغه راز ویلي، چې اسلامي امارت د وارداتي برېښنا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له ګاونډیو هېوادونو څخه د پیرېدونکې برېښنا پیسې له وړاندې اړوند هیوادونو ته تحویل کړې. 

د یادونې وړ ده، چې افغانستان ته تر ډېره له ګاونډیو هېوادونو برښنا واردېږي چې د تېرې ادارې پر مهال د زورواکانو له لوري د برښنا بیلونو نه تادیه کولو له امله برېښنا شرکت له ګاونډیو هېوادونو څخه ۶۲۷ میلیونه ډالره قرضداره شوی و.

تړلي موضوعات