د هرات – خواف له رېل لارې صادارت او واردات پیلېږي

د هرات – خواف له رېل لارې صادارت او واردات پیلېږي سوداګرۍ او اقتصاد
د افغانستان او ایران ترمنځ شاوخوا ۵۰۰زره ټنه سوداګریز توکي ولېږدول شي

د اوسپنې پټلې ادارې مسئولین وایي، تر راتلونکو دوو اونیو به د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د صادارتو او وارداتو لړۍ پیل شي.

د دغې ادارې مسئولنیو په هرات کې د یوه خبرې کنفرانس پر مهال ویلي، د دې لارې په پرانېستلو سره به په راتلونکي کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ شاوخوا ۵۰۰زره ټنه سوداګریز توکي ولېږدول شي.

دغو مسئولینو په راتلونکي پسرلي کې له دې لارې د مسافرو د تګ راتګ د پیل خبر هم ورکړی دی په خبره يې، د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ په روزنک تمځای کې یي ټولې اسانتیاوي برابرې کړې دي.

تړلي موضوعات