تیر میلادي کال منځنۍ اسیا ته د نږدې یو نیم میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات او واردات شوي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکوي، چې د تیر ۲۰۲۳ میلادي کال پر مهال له افغانستان څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د ۱میلیارد او ۴۸۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او واردات شوي.
د یاد وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده په خپله ایکس پاڼه ویلي، چې له دې ډلي د ۱۰۰میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي، چې پکې وچه او تازه میوه، پیاز، کچالو، طبي بوټي، جوس او هینګ شامل دي.
ښاغلي اخندزاده دغه راز زیاته کړې، چې په ۲۰۲۳کال کې بیا افغانستان د ۱میلیارد او ۳۸۱ میلیونه ډالرو په ارزښت د منځنۍ اسیا له هیوادونو څخه واردات کړي، چې ډیره برخه یې اوړه، تیل، مایع ګاز، غوړي، د فابریکو خام مواد، برق او کیمیاوي کود تشکیلوي.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان په ۲۰۲۳ م کال کې له ټولو هېوادونو سره د ۱.۹ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات درلودل، چې د تېر ۲۰۲۲کال په پرتله ۲ سلنه زیاتوالی ښيي.