اسلامي بانکداري په هېواد کې یوه مهمه اړتیا ده

اسلامي بانکداري په هېواد کې یوه مهمه اړتیا ده سوداګرۍ او اقتصاد
سوداګرو او عامو خلکو رول مهم بللی دی

د افغانستان بانک عمومي رئیس ملا هدایت الله بدري پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې له بانکي او مالي سکتور څخه د ملاتړ په غونډه کې ویلي، چې اسلامي بانکداري په هېواد کې یوه له مهمو اړتیاوو څخه ده.

د یاد بانک له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي بدري په کور دننه د اغېزناکه د پولي سیاستونو پلي کول، په ټول هیواد کې د افغانۍ دودل، د بانکي سکتور ملاتړ، د صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو کړنو میکانیزه کول او د اسلامي بانکوالۍ پراختیا د افغانستان بانک له مهمو لاسته راوړنو څخه بللي دي.

د خبرپاڼې له مخې د افغانستان بانک رئیس د یادو سکتورنو د لاښه والي لپاره د علماوو، متنفذینو، سوداګرو او عامو خلکو رول مهم بللی دی.

په همدې حال کې د پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتي مسئولینو د افغانستان بانک د کړونو د قدرداني تر څنګ د دې بانک له پولې سیاستونو څخه د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی.

تړلي موضوعات