له ایران سره په ځمکني او هوایي ټرانسپورت خبرې شوې
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیر ملا حمیدالله اخندزاده د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي سره د دوه اړخیزو هوایي او ځمکني ټرانسپورټي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویلي، په دې کتنه کې په دوامداره ټرانسپورټي همکاریو، د ځمکني او هوایي ټرانسپورټ کې اسانتیاوو رامنځته کولو، د ځمکني ټرانسپورټ له لارې ایران ته د افغانستان صادراتو په زیاتېدو خبرې وشوې.
همداراز په دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د چابهار بندر له لارې دافغانستان سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو په اړه هم خبرې اترې شوې دي.
د ایران او افغانستان ترمنځ د ټرانسپورټي اړیکو پر پراختیا داسې مهال خبرې کېږي، چې ایران ته د افغانستان د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د سفر په ترڅ کې هغه مهال له ایراني چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او ټرانسپورټي اسانتیاوو په اړه خبرې اترې او ځیني هوکړې لاسلیک شوې وې.