ایران په سوریه او عراق کې د امریکا وروستي بریدونه غندلي

ایران په سوریه او عراق کې د امریکا وروستي بریدونه غندلي سیمه
په سیمه کې د امریکا د غیري قانوني او یو اړخیزو بریدونو مخنیوی وکړي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په عراق او سوریه کې د امریکا له لوري په ځینو اهدافو بریدونه غندلي او دا یې د سوریې او عراق د ځمکنۍ بشپړتیا نقض بللی دی.

د ایران بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې د امریکا دا بریدونه د واشنګټن یوه بله ستراتیژیکه تېروتنه بللې او زیاتوي، چې دا بریدونه به په سیمه کې له کړکېچ او بې ثباتۍ پرته بله پایله ونه لري.

ایران په دې اړه اعلامیه کې له نړېوالې ټولنې او د ملګرو ملتو له امنیت شورا غوښتي، چې په سیمه کې د امریکا د غیري قانوني او یو اړخیزو بریدونو مخنیوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا ویلي د تېرې جمعې د ورځې په بریدونو کې یې په عراق او سوریه کې د ایران د انقلابي ګارډ قول اردو او له دغه هېواد سره د تړلو ډلو مرکزونه په نښه کړي دي.

هاخوا پرون شنبه د عراق اسلامي مقاومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په عراق او سوریه کې پر امریکايي مرکزونو د بریدونو خبر ورکړی و.

تړلي موضوعات