په ټول هېواد کې بې سرپرسته او اړمنو ماشومانو ته ۷۰ روزنتونونه جوړېږي

په ټول هېواد کې بې سرپرسته او اړمنو ماشومانو ته ۷۰ روزنتونونه جوړېږي افغانستان
د څه باندې ۳ میلیارده افغانیو ارزښت تر ۵۰ زیات تړونونه لاسلیک کړي دي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، را روان ۱۴۰۳ کال کې په ټول هېواد کې د بې سرپرسته ماشومانو لپاره ۷۰ روزنتونونه جوړېږي.

د دې وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وایي، په یادو روزنتونونو کې به هلکانو او نجونو ته په جلا جلا ډول زده کړې ورکول کېږي.

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړې، چې د یتیمانو د ملاتړ لپاره یي له خصوصي سکتور سره د څه باندې ۳ میلیارده افغانیو ارزښت تر ۵۰ زیات تړونونه لاسلیک کړي دي.

د نوموړي په خبره، چې دا مهال په هېواد کې شاوخوا ۱۰ زره یتیمان او بې سرپرسته ماشومان په دولتي او خصوصي روزنتونو کې روزل کېږي.

تړلي موضوعات