لوګر خوښۍ کې یوه کس د کورنۍ ستونزې له امله شپږ تنه وژلي

لوګر خوښۍ  کې یوه کس د کورنۍ  ستونزې له امله شپږ تنه وژلي افغانستان
د وژل شویو کسانو انځورونه

د لوګر امنیه قومندانۍ رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د لوګر ولایت خوښۍ ولسوالۍ کې تېره ورځ مازدیګر د صفدر علي ولد میرزا علي په نوم یوه کس د خپلې مېرمنې او کوچني زوی په ګډون شپږ تنه وژلي دي.

د دې ولایت امنیه قومندانۍ ویاند احمدالله انس وايي، چې له پېښې وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او قاتل د خوښۍ ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ځواکونو له لوري د یو میل توفنګچې سره نیول شوی دی، چې دمګړۍ تر څېړنو لاندې دی.

ښاغلی انس زیاتوي، چې قاتل پر خپل جرم اقرار کړی او د دې وژنو لامل یې کورنۍ ستونزه ښودلې. 
نوموړی زیاتوي، چې د یادې پېښې په اړه څېړنې روانې دي، چې وروسته به یې بشپړ جزیات شریک شي.

تړلي موضوعات