سوریه کې د ایران سپاه پاسداران ارشد سلاکار وژل شوی دی
د ایران تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې د سوریې پلازمېنې دمشق ښار جنوب کې د اسرائیلو په هوايي برید کې د ایران سپاه پاسداران ارشد سلاکار وژل شوی دی.
تسنیم اژانس د دې ارشد سلاکار نوم سعید علیدادي ښودلی دی.
د يادونې وړ ده چې په تېرو څو اونيو کې په اسرائیلي بريدونو کې د ايران ۶ تنه لوړ پوړي چارواکي وژل شوي، چې له امله يې اوس ايران په سوريه کې د خپلو سلاکارانو او پوځي چارواکو شمېر را کم کړی دی.
#حریت_راډيو
زموږ ټلیګرام سره یوځای شئ: https://t.me/HurriyatPa