عباس ستانکزی سرتېرو ته: لکه څنګه چې زموږ سلفو قرباني ورکړې، همدارنګه به موږ هم قرباني ورکوو
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون څخه تازه فارغ شویو سرتېرو ته ویلي، لکه څنګه چې زموږ سلفو قرباني ورکړې، همدارنګه به موږ هم قرباني ورکوو او خپل هېواد او خاورې ته به خدمت کوو.
ښاغلي ستانکزي د اسلامي اردو سرتېرو ته وینا کې زیاته کړې، چې ملت بايد راضي کړو، ترڅو زموږ ملت زموږ سره اوږه په اوږه ودرېږي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال دا څرګندونې تېره ورځ د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت اړوند حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون څخه د ۲۳۵ تنو محصلینو فراغت مراسمو کې کړې دي.
ملي دفاع وزارت ویلي، چې دې مراسمو کې د دفاع وزیر په ګډون، د افغانستان اسلامي امارت د کابینې يو شمېر غړو، مسؤلينو، مشرانو او مجاهدينو ګډون کړی وو.