نیمروز کې د دوه میلیارده افغانیو په ارزښت لوی د اوبو بند جوړیږي

نیمروز کې د دوه میلیارده افغانیو په ارزښت لوی د اوبو بند جوړیږي بیارغونه او پراختیا
نیمروز ولایت نقشه

د اسلامي امارت د مشرتابه ځانګړي حکم پر اساس د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې لوی د اوبو بند جوړېږي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دا بند چې ۵۰ متره لوړوالی به ولري، اټکلي توګه به د ۶۰ میلیونه متره مکعبه اوبو ذخیره کولو وړتیا ولري.
مسؤلین وايي، چې د دې بند جوړېدو سره به د نیمروز دلارام، خاشرود، چخانسور ولسواليو او فراه ولایت ګلستان ولسوالۍ ۸ زره هکتاره ځمکې خړوبېدو ته زمینه برابره شي.

تړلي موضوعات