د افغانستان دفاع وزیر: تصمیم لرو راتلونکي کې د هېواد سرحدونه نور هم محکم کړو

د افغانستان دفاع وزیر: تصمیم لرو راتلونکي کې د هېواد سرحدونه نور هم محکم کړو افغانستان
د افغانستان دفاع وزیر او د ازبکستان د استخباراتو رئیس

د افغانستان دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د ازبکستان هېواد د استخباراتو او سرحدي ځواکونو له رئیس سره نن کتلي دي.

د افغانستان دفاع وزیر دې کتنه کې ویلي، چې موږ په تېر یو کال کې په سرحد کې ډېر کار کړی او تصمیم لرو چې په راتلونکي کې د هېواد سرحدونه نور هم محکم کړو.

د ملي دفاع وزارت وايي، چې مولوي محمد یعقوب مجاهد ازبکستاني لوري ته ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټولو برخو کې د انکشافي پروژو د تطبيق او پانګونې په برخه کې هر ډول همکارۍ او ملاتړ ته چمتو دي.

وزارت زیاتوي، چې یاده کتنه کې د ازبکستان د استخباراتو رئیس هم اسلامي امارت سره د اړیکو په پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړی.

د یادونې ده، چې وړمه شپه د هند، چین، ایران، پاکستان، ترکیې، قزاقستان، ازبکستان، اندونیزیا، قرغیزستان او ترکمنستان هېوادونو ځانګړو استازو او سفیرانو د افغانستان دفاع وزیر له لوري جوړه شوې میلمستیا کې کډون کړی وو او په ګڼو موضوعاتو غږېدلي وو.

تړلي موضوعات