چین له راستنو شویو کډوالو سره ۱۰۰میلیون چینایي یان مرسته کوي

چین له راستنو شویو کډوالو سره ۱۰۰میلیون چینایي یان مرسته کوي افغانستان
د مرستو وېش پر میکانیزم خبرې شوې دي

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په کابل کې د چین سفیر ژاوشینګ د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني سره په کتنه کې له راستنېدونکو افغان کډوالو سره د ۱۰۰میلیونه چینایي یان مرستې خبر ورکړی.

په دې کتنه کې د چین سفیر ویلي، چین د افغانستان د دوست هېواد په توګه په هره ستونزه کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی.

په دې کتنه کې د چين له لوري له افغان کډوالو سره د بشري مرستو په اولویت بندۍ، انتقال او د مرستو وېش پر میکانیزم خبرې شوې دي.

همداراز په دې کتنه کې د کډوالو چارو وزیر ویلي، د یادو شویو مرستو تخنیکي چارې به د بهرنیو، کډوالو چارو وزارتو او د چین سفارت د یوې ګډې کمېټې له لوري پرمخ وړل کېږي.

تړلي موضوعات