۲۰۵ البدر قول اردو کې ۴۴ عرادې پوځي وسایط ترمیم شوي

۲۰۵ البدر قول اردو کې ۴۴ عرادې پوځي وسایط ترمیم شوي افغانستان
د تشکیل مطابق به ټولو کنډکونو او جزوتامونو ته ووېشل شي

د افغانستان ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې کندهار ولایت کې د ۲۰۵ البدر قول اردو بېلابېلو ورکشاپونو کې ۴۴ عرادې پوځي وسایط ترمیم شوي.

وزارت زیاتوي، یاد شمېر وسایط چې د دغې قول اردو اړوند د ابو دجانه درېيمې پلې لوا د مسلکي ټيمونو او د پنځم اکمالاتي کنډک په مرسته رغول شوي په کې ۴۰ انټرنېشنل او ۴ کرينګ  شامل وو.

د سرچینې په خبره، ترمیم شوي وسایط، چې د تېرو جګړو پر مهال ويجاړ او له کاره لوېدلي وو د تشکیل مطابق به ټولو کنډکونو او جزوتامونو ته ووېشل شي.

د یادولو ده دا لومړی ځل نه دی، چې تخریب شوي پوځي وسایط ترمیم کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم څو څو ځله دفاع وزارت د تخنیکي او انجینري ټيمونو په هڅو سره ګڼ شمېر تخریب او له کاره لوېدلي وسایط رغولي او د ګټې اخیستنې وړ یې ګرځولي دي.

تړلي موضوعات