عمران خان او قریشي په لس کاله بند محکوم شول

عمران خان او قریشي په لس کاله بند محکوم شول سیمه
عمران خان او شاه محمود قریشي

د پاکستان جیو نیوز تلوېزیون خبر ورکړی، چې یوې ځانګړې پاکستانۍ محکمې  پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د دې هېواد  پخوانی بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په سائفر قضیه کې په لس کلن زندان محکوم کړي دي.

عمران خان دا پرېکړه غیري قانوني بللې او پر اېکس خواله رسنۍ یې خپور کړي پیغام کې ویلي، چې دا پرېکړه  له قانوني اړتیاوو او غوښتنو سره په ټکر کې ده.

پر عمران خان او شاه محمو‌د قریشي د هغو محرمو اسنادو افشا کولو تور دی، چې په کې امریکا پاکستان ته خبرداری ورکړی و، چې عمران خان له واک څخه لرې کړي.
د پاکستان یادې محکمې هم ویلي، چې د دې هېواد دا پخواني لوړ پوړي چارواکي یې ځکه په لس کلن بند محکوم کړي، چې محرم حکومتي اسناد او پټ معلومات یې د شخصي ګټو په خاطر افشا کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان دا پخواني چارواکي په داسې حال کې په لس کلن بند محکوم کېږي، چې راتلونکو څو ورځو کې د پاکستان عمومي ټاکنې ترسره کېږي.

تړلي موضوعات