د ازدې داوطلبي له لارې ۶۰ زره ټنه نفت وپلورل شول

د ازدې داوطلبي له لارې ۶۰ زره ټنه نفت وپلورل شول سوداګرۍ او اقتصاد
د نفتو د استخراج ۱۸ کړۍ څاګانو څخه په ورځ کې ۱۱۰۰ ټنه نفت استخراجېږي

د کانونو او پټرولیم وزارت د ازادې داوطلبي له لارې د آمو سیند نفتي حوزې د ۶۰ زره ټنه نفتو د پلور خبر ورکړی.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وایي، دغه اندازه تېل چې ټولیز ارزښت یې ۲۵.۵ میلیونه ډالره کېږي د پروسس په موخه په یوه کورني شرکت پلورل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال د هېواد په آمو نفتي حوزه کې د نفتو د استخراج ۱۸ کړۍ څاګانو څخه په ورځ کې  ۱۱۰۰ ټنه نفت استخراجېږي.

د یادونې وړ ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت دوه ورځې وړاندې په دې حوزه کې د ۲۴کړۍ نویو څاګانو د کېندلو خبر هم ورکړی، چې په دې سره به په هېواد کې د نفتو د استخراج ورځنی استخراج ۲زره ټنو ته ورسېږي.

تړلي موضوعات