د پوهنتون استادانو ظرفیت لوړولو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له شیخ زايد پوهنتون څخه د لیدنې پرمهال په علمي ډګر کې د شیخ زاید پوهنتون فعالیتونه ستایلي دي.
مولوي عبدالکبیر د دې لیدنې پرمهال ویلي، چې د پوهنتون استادانو د ظرفیت لوړولو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت په هېواد کې د عصري زده کړو او مدرسو د پرمختګ او د علمي ډګر د پیاوړتیا هڅې کوي.
ښاغلي عبدالکبیر د پوهنتون له استادانو څخه غوښتنه کړې، چې د هېواد په رغونه کې ونډه واخلي او ولس ته دې غوره خدمت وکړي.