د نفتو د استخراج ۲۴ کړۍ نورې څاګانې هم کیندل کېږي

د نفتو د استخراج ۲۴ کړۍ نورې څاګانې هم کیندل کېږي سوداګرۍ او اقتصاد
د نفتو د ساتنې لپاره د ۶ زره ټنه نفتو د ظرفیت په لرلو سره ذخیره هم جوړوي

د امو نفتي دریا قراردادي شرکت مسؤولینو د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې ویلي، چې په پام کې لري روان کال ۲۴ نورې د نفتو د استخراج څاګانې د قشقرې په سیمه کې وکیندي. 

د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې د افچین شرکت رئیس په دې کتنه کې ویلي، چې د یادو څاګانو په کیندلو سره به په دې سیمه کې په ورځیني ډول د نفتو د استخراج کچه دوه زره ټنو ته پورته شي. 

په ورته مهال د یاد شرکت مسؤولینو زیاته کړې، چې د یادو څاګانو پر کیندلو سربیره په یاده سیمه کې د نفتو د ساتنې لپاره د ۶ زره ټنه نفتو د ظرفیت په لرلو سره ذخیره هم جوړه کړي.

تړلي موضوعات