د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار ترافیکي پېښې؛ ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو ویاند جاوید بلال حریت نیوز ته راستولې خبرپاڼه کې ویلي، چې نن یکشنبه د کابل - جلال اباد پر لویه لار د پنځو ترافیکي پېښو له امله ۱۸ تنه ملکي وګړي شهیدان او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
جاوید بلال زیاتوي، چې دغه ترافیکي پېښې سروبي ولسوالۍ اړوند ورېښمن تنګي، سروبي برېښنا بند، سورۍ تیږې او د استحکام پل سیمو کې رامنځته شوې دي.
د نوموړي په خبره، چې ټپیان او شهیدان د سروبي درېيمي پلې لوا روغتیایي او مرستندویه ټیمونو د سروبي ولسوالۍ ملکي روغتون ته انتقال کړي دي.