په ټول هېواد کې تر ۱۲میلیونه زیاتې برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې

په ټول هېواد کې تر ۱۲میلیونه زیاتې برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې افغانستان
تر ټولو زیاتې پېژندپاڼې په کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او کندهار ولایتونو کې وېشل شوې دي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې په هېواد کې د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ له پیله تر دې مهال په ټول هېواد کې ۱۲میلیونه او ۲۸۸ زره کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

د دې ادارې ویاند محمدحلیم رافيع پر اېکس خواله رسنۍ ویلي، چې له دې ډلې یې ۷میلیونه او ۱۰۸ زره نارینه او ۵ میلیونه او۱۸۰ زره یې ښځينه دي.

ښاغلي رافيع زیاته کړې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو را وروسته په ټول هېواد کې ۶میلیونه ۱۹۸زره او ۱۹۰ کسانو ته الکترونیکي تذکرې ورکړل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په همدې موده کې تر ټولو زیاتې پېژندپاڼې په کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او کندهار ولایتونو کې وېشل شوې دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې دا مهال د کابل په ګډون په هېواد کې د الکترونیکي تذکرو او اسان خدمت د وېش ۷۵ څانګې او یو ګرځنده ټیم فعالیت کوي چې هره ورځ هېوادوالو ته د تذکرو اړوند خدمتونه وړاندې کوي.

دغې ادارې ویلي، هڅه کوي چې په هېواد کې د ولسوالیو په کچه د الکترونیکي تذکرو وېش څانګې فعالې او هېوادوالو ته په دې برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.

تړلي موضوعات