تیره اونۍ د اوسپنې پټلیو له لارې نږې ۸۰ زره میټریک ټنه انتقالات شوي
د اوسپنې پټلۍ اداره خبر ورکوي، چې د تیرې اونۍ د جدي د میاشتې له ۲۹ تر د روانې دلوې میاشتې تر ۵ مې نیټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلیو له لارې ۷۹ زره ۸۳۴ میټریک انتقالات تر سره شوي.
یادې ادارې زیاته کړې، چې په دې موده کې ۶۹ زره ۶۸ میټریک ټنه د حیرتان بندر، ۲۶۵۳ مټریک ټنه د اقینې بندر او ۸ زره ۱۱۳ میټریک ټنه د نفتي او غیر نفتي توکو انتقالات د تورغونډۍ بندر د اوسپنې پټلیو له لارو تر سره شوي.
دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې موده کې ۸۱۱ ټنه صادرات هم شوي، چې ډیره برخه یې د انارو جوس تشکلیوي.
په ورته مهال د اوسپنې پټلۍ اداره زیاتوي، چې هڅه کوي د سوداګرو لپاره پر اوسپنې پټلیو د لازیاتو انتقالاتو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.