د بغلان شکر دولتي فابريکې فعالیت به د بورې تولید په برخه کې د هېواد درې سلنه اړتیا پوره کړي

د بغلان شکر دولتي فابريکې فعالیت به د بورې تولید په برخه کې د هېواد درې سلنه اړتیا پوره کړي سوداګرۍ او اقتصاد
د سترو فابریکو فعالیت افغانستان په ځان بسیاینې او اقتصادي خپلواکي ته نږدې کوي

د بغلان ولایت د شکر دولتي فابریکه له لس کلن ځنډ او د اسلامي امارت له لوري تر بیارغول کېدو وروسته نن د یولړ مراسمو په ترڅ کې پرانسیتل شوه او په کار يي پیل وکړ.

د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د دغې فابریکې د پرانیستي مراسمو کې ویلي، په هېواد کې د سترو فابریکو فعالیت افغانستان په ځان بسیاینې او اقتصادي خپلواکي ته نږدې کوي.

د دغې فابریکې د مسئولینو لوري د خپرو شویو شمېرو له مخې، د بغلان شکر فابریکې د بیافعالېدو سره به د بورې تولید په برخه کې د هېواد درې سلنه اړتیا پوره شي، چې پکې ۳۵۰ ملکي وکړو او ۷۰۰تنو خدماتي کارکوونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د بغلان ولایت د شکر فابریکه په ۱۳۱۹ هجري شمسي کال کې د المان هېواد په ملاتړ د یو شمېر کورنیو پانګوالو له لوري رامنځته شوه، چې د تېرو حکومتونو د نه پاملرنې، کورنیو جګړو او خامو موادو د نشتون له کبله نږدې لس کاله له فعالیت څخه پاتې وه، خو اوس د اسلامي امارت له لوري بیرته بیاورغول شوه او په فعالیت یې پیل وکړ.

تړلي موضوعات