د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو سیمو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او سیلابونو راوتلو خبرداری وکړل شوی

د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو سیمو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او سیلابونو راوتلو خبرداری وکړل شوی افغانستان
خپل ځان او مالونو د خوندیتوب لپاره لومړني اقدامات وکړي

د اوبو او انرژۍ وزارت د هوا پېژندنې ادارې د نړیوالو هوا پیژندنو ادارو په وړاندوینه د هریرود، هلمند، شمال، کابل او پنج امو په ځینو سیمو کې د نسبتا تیزو بارانونو او واورې له امله د ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو اټکل کړی دی. 

د خبرپاڼې له مخې د واورو ویلېکیدو او بارانونو اوبو له امله د اوبو د کچې د زیاتوالي دغه اټکل د کوشک او کاشان، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، میدان وردګ، غوربند، پنجشیر، لغمان، کونړ، نورستان، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان سیندونو او سیلبرونو په سیمو کې شتون لري. 

په ورته مهال دې وزارت د یادو سیمو په اوږدو کې له اوسیدونکو هیوادوالو ته خبرداری ورکوي، چې احتمالا د اوبو د سحطې له لوړیدو څخه خبر اوسي او د خپل ځان او مالونو د خوندیتوب لپاره لومړني اقدامات وکړي.

تړلي موضوعات