کندهار او هلمند کې ۱۱۰جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه

کندهار او هلمند کې ۱۱۰جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه افغانستان
د عملیاتو پر مهال ۳۰جریبه کوکنار اړولي دي

د کورنیو چارو وزارت وایي، د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د میوند ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې په ۷۹جریبه کرل شوي کوکنار اړولي.

د کورنیو چارو وزارت همداراز ویلي، له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هلمند ولایت په ناوې او نادعلی ولسواليو کې هم د عملیاتو پر مهال ۳۰جریبه کوکنار اړولي دي.

دغه کوکنار داسې مهال له نشه یې توکو سره د مبارې پولیسو له لوري اړول کېږي، چې څو ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د نشه یې توکو د مخنیوي په موخه د کمېټو د فعالیت له پیل څخه خبر ورکړ.

یاد وزارت ویلي، دغه کمېټې په ولایتونو کې د نشه یي توکو کښت، چاقاق او استعمال په اړه د عامه پوهاوي ترڅنګ د دغې پدیدې په له منځه وړلو کې فعالیت کوي.

تړلي موضوعات