د قرغیزستان او افغانستان ترمنځ ګډ کار ته زمینه برابره شوې

د قرغیزستان او افغانستان ترمنځ ګډ کار ته زمینه برابره شوې سیاست
دغو فرصتونو څخه ګټه واخلي او په افغانستان کې پانګونه وکړي

د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر امان ګلدیف د ریاست الوزراء له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي، په افغانستان کې د امنیت او سولې ترټینګښت وروسته دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ په برخه کې ګډ کار ته زمینه برابره شوې. 

له ارګ څخه په دې تړاو خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې امان ګلدیف ویلي، هېواد یې چمتو دی، تر څو له دغو فرصتونو څخه ګټه واخلي او په افغانستان کې پانګونه وکړي. 

اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په راتګ سره د صنعت، سوداګرۍ، ټرانزیټ، د کانونو استخراج، انرژۍ، کرنې او ټکنالوژۍ برخو کې پانګونې ته زمینه برابره شوې. 

نوموړي زياته کړې، اسلامي امارت هم سوداګرو او پانګه والو ته هر ډول اسانتياوې برابروي او له قرغيزستاني سوداګرو او پانګوالو يې غوښتي چې په افغانستان کې له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې پانګونه وکړي.‏

تړلي موضوعات