۲۰ بهرنیو سیلانیانو بامیانو ته سفر کړی دی

۲۰ بهرنیو سیلانیانو بامیانو ته سفر کړی دی افغانستان
بهرني سیلانیان په پوره ډاډ سره افغانستان ته سفر کولای شي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت بامیانو ولایت ته د ۲۰ البانیایي سیلانیو له سفر څخه خبر ورکوي. 

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي صفي الله رائد ویلي، چې دغه ۲۰ البانیایي سیلانیان د بامیانو ولایت له تاریخي او پخوانیو سیمو څخه د لیدنې په موخه دې ولایت ته راغلي دي. 

د اطلاعاتو کلتور وزارت د دغو سیلانیانو له قوله ویلي، چې په افغانستان کې سراسري امنیت ټینګ شوی او بهرني سیلانیان په پوره ډاډ سره افغانستان ته سفر کولای شي. 

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی، چې ور سره د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته هم د بهرنیو سیلانیانو سفرونه زیات شوي دي.

تړلي موضوعات