یو ترکي شرکت د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
د برېښنا شرکت خبر ورکوي، چې کلکدن ترکي شرکت مسئولنیو د برېښنا شرکت له اجرائیوي رئیس ملا محمد حنیف حمزه سره په کتنه کې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
برېښنا شرکت په دې تړاو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د برېښنا شرکت اجرائیه رئیس له دې ترکي پانګوال څخه غوښتنه کړې، چې د ډبرو سکرو او بادي برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
په ورته مهال خبرپاڼه زیاتوي، چې د یاد ترکي شرکت مسئولینو د برېښنا د تولید د عملي کار د پیل ډاډ ورکړی، چې په خبره یې په دې تړاو به د برېښنا شرکت له مسئولنیو سره تخنیکي بحثونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په یو صنعتي هېواد د افغانستان د بدلولو لپاره په کور دننه د اړتیا وړ انرژۍ په تولید ټینګار کړی دی.