د شکایتونو اورېدلو ریاست له لوري نږدې ۶۰۰ شکایتونو ته رسېدنه شوې

د شکایتونو اورېدلو ریاست له لوري نږدې ۶۰۰ شکایتونو ته رسېدنه شوې افغانستان
چي (۶۰۰) شکایتونو ته رسېدنه شوې او پاته نور هم تر څېړنو لاندي دي

د مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د شکایتونو د اوریدلو ریاست له رامنځته کیدو وروسته ۸۰۰ مالیه ورکوونکو له یاد ریاست سره د خپلو مالیو په تړاو خپل شکایتونه شریک کړي دي. 

یاد وزارت زیاته کړې، چې د یاد ریاست مسلکي کمیټه شکایتونو ته د رسېدني او عملي څېړنو په موخه سیمي ته ځي او د شکایت اړوند ټول ابعاد په دقیق ډول څېړي؛ ترڅو د مالیه ورکوونکو بشپړ رضایت ترلاسه کړي. 

د مالیې وزارت همداراز ویلي، چي په روان (۱۴۰۲) مالي کال کي دغه ریاست ته (۸۰۰) مالیه ورکوونکو خپل شکایتونه سپارلي، چي (۶۰۰) شکایتونو ته رسېدنه شوې او پاته نور هم تر څېړنو لاندي دي. 

دغه راز مالیې وزارت خبر ورکړی چې که هر مالیه ورکوونکی له تثبیت شوې مالیې څخه رضایت ونه لري کولای شي د مالیه ورکوونکو د شکایتونو د اورېدلو ریاست سره خپل شکایت شریک کړي، ترڅو په ټاکلې موده کي د یاد ریاست د مسلکي ټیم له لوري په سمه توګه ورته رسېدنه وشي.

تړلي موضوعات