روسي او چینایي پانګوال په بېلابېلو کانونو کې پانګونه کوي
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، یو شمېر روسي او چینایي پانګوال د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې د افغانستان د نفرایټو، لاجورد او مرمر کانونو کې د پانګونې غوښتنه کړې.
په دې کتنه کې روسي پانګوالو ویلي، روسي پانګوال او د کانونو استخراجي شرکتونه چمتودي، چې په افغانستان کې پانګونه او کار وکړي.
دغو پانګوالو د پانګونې د ګډو استخراجي شرکتونو د جوړولو غوښتنه هم کړې ده.
په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور یادو پانګوالو ته د هر ډول لازمو همکاریو ژمنه ورکړې.
ښاغلي دلاور ویلي، د اسلامي امارت پالیسي اقتصادي او پراختیایي ده او د ټولو هېوادونو پانګوالو ته د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې لپاره اسانتیاوي رامنځته کوي.