د پانګونې اسانتیا رئیس له خان سټيل فابریکې څخه لیدنه وکړه

د پانګونې اسانتیا رئیس له خان سټيل فابریکې څخه لیدنه وکړه سوداګرۍ او اقتصاد
د خان سټیل فابریکه په ورځ کې ۴۰۰ ټنه سیخ تولیدوي، چې ۷۰۰کاریګر پکي په کار بوخت دي

د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا رئیس انجنیر احمدضیاء خالد له خان سټيل اوسپنې ویلي کولو فابریکې څخه د لیدنې پرمهال ویلي، اسلامي امارت له پانګوالو ملاتړ کوي او د هغوی د ستونزو په حل کې همکاره دی.

د چارو ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کی ویلي، په دې کتنه کې د دې فابریکې رئیس خان محمد وردګ د یادې فابریکې د فعالیتونو او کړنو ترڅنګ ویلي، هڅه کوي د خلکو باور ترلاسه او بازار ته په لوړ کفیفیت تولیدات وړاندې کړي.

د چارو ادارې د معلوماتو له مخې د خان سټیل فابریکه په ورځ کې ۴۰۰ ټنه سیخ تولیدوي، چې ۷۰۰کاریګر پکي په کار بوخت دي.

تړلي موضوعات