افغان حکومت: د هېواد په بندرونو کې د سکنر ماشینونه نصب کېږي

افغان حکومت: د هېواد په بندرونو کې د سکنر ماشینونه نصب کېږي سوداګرۍ او اقتصاد
حیرتان بندر

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې نن د پانګونې بین الوزارتي کمېټې څلورمه کاري غونډه کې د هېواد په بندرونو کې د سکنر ماشینونو د نصب طرحې په اړه بحث شوی او د تخنیکي او اقتصادي ارزونې لپاره ورته کمېټه جوړه شوې ده.

اقتصادي معاونیت زیاتوي، دا غونډه چې مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه، له اجنډا سره سم د کورنیو او بهرنیو شرکتونو له لوري د وړاندې شوو پانګونو طرحو په اړه هراړخیز بحث وشو.

یاد معاونیت پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې ناسته کې د کابل ښار په کوټه سنګي سیمه کې د ملت سوداګریز مارکېټ د جوړولو، د کابل ښاروالۍ د جامدو کثافاتو د تصفیې لپاره د معیاري فابریکې جوړولو، د جواز سیر او لایسنس الکترونیکي چاپ او همدارنګه د کابل ولایت د پلچرخي په سیمه کې د ټولګېټ دروازو جوړولو پر طرحو هم بحث شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې دهرې طرحې د تخنیکي او اقتصادي ارزونې لپاره جلاجلا کمېټې ټاکل شوې او یادو کمېټو ته سپارښتنه شوې، چې په ټاکلي وخت خپل راپورونه دبین‌الوزارتي کمېټې راتلونکو غونډو ته راوړي، څو یې په اړه نهايي تصمیم ونیول شي.

تړلي موضوعات