د اوسپنې پټلیو له لارې د توکو انتقالات ۶ سلنه زیات شوي

د اوسپنې پټلیو له لارې د توکو انتقالات ۶ سلنه زیات شوي سوداګرۍ او اقتصاد
په بندرونو کې د سوداګرۍ پر مخ له زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي

د اوسپنې پټلۍ اداره خبر ورکوي، چې د تیرې قوس میاشتې په پرتله په جدې میاشت کې د اوسپنې پټلیو له لارې د سوداګریزو توکو انتقال ۶ سلنه زیات شوي دي. 

دغه اداره زیاتوي، چې د ۱۴۰۲ کال د جدي میاشتې له پیل او پای ته رسیدو پورې د اوسپنې پټلیو له لارې ۳۸۶ زره ۶۴۹ میټریک ټنه انتقالات تر سره شوي، چې د قوس میاشتې په پرتله ۶ سلنه زیاتوالی ښیي. دغه راز د اوسپنې پټلۍ اداره وایي، چې په دې انتقالاتو کې نفتي او غیر نفتي او نور توکي دي، چې د حیرتان،اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې هیواد ته وارد او صادر شوي دي.

 په ورته مهال یاده اداره زیاتوي، چې هڅه کوي لا زیات د اوسپنې پټلیو لارې په بندرونو کې د سوداګرۍ پر مخ له زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.

تړلي موضوعات