پنجشېر کې د زمردو ۱۷۰۰ کانونه ثبت شوي
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د دې وزارت له لوري په پنجشېر ولایت کې د زمردو شاوخوا ۱۷۰۰کانونه سروې او ثبت شوي دي.
د دې وزارت ویاند همایون افغان حریت نیوز سره په خبرو کې ویلي، تر دې مهاله یې ۴۵۰ شرکتونو ته د زمردو کانونو د استخراج جوازونه ورکړي دي، چې دا مهال ۱۰ زره پنجشیري هېوادوالو ته د کار زمینه په کې برابره شوې ده.
ښاغلي افغان زیاته کړې، پنجشېر ولایت کې په ۱۲ داوطلبیو کې د شاوخوا درې میلیونه ډالرو په ارزښت نږدې ۴۰ زره قیراطه زمرد پلورل شوي.
د نوموړي په خبره، چې تېره ورځ هم د ۱۲مې داوطلبۍ له لارې په شپږ افغان سوداګرو د ۴لکه او ۵۵۰۰ ډالرو په ارزښت ۳۵۲۰ قیراطه زمرود وپلورل شول.
دا په داسې حال کې ده چې یاد وزارت تر دې وړاندې هم په ۱۱مه داوطلبۍ کې د څه باندې یو لک او ۴۲ زره ډالرو په ارزښت د ۷۴۳۰ قیراطه زمردو د پلور خبر ورکړی وه.