د اندخوی سټېشن ته د سوداګرو مالونو د لېږد لړۍ پیلېږي

د اندخوی سټېشن ته د سوداګرو مالونو د لېږد لړۍ پیلېږي سوداګرۍ او اقتصاد
د اندخوی سټېشن چې د اقینې بندر په ۳۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري

د اوسپنې پټلۍ ادارې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د فاریاب ولایت د اوسپڼې پټلۍ رئیس مولوي عبدالنصیر شیخ زاده له ځایي سوداګرو سره د اندخوی سټېشن له لار د انتقالاتو د لېږد په اړه ناسته کې ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د اندخوی شټېشن ته د سوداګرو مالونو د لېږد بهیر پیل شي. 

په دې ناسته کې چې د اقینې بندر د سوداګریزو شرکتونو استازو او یو شمېر نورو سوداګرو پکي ګډون درلود د اندخوی سټېشن په بیا فعالېدو او هلته د سوداګرو مالونو په لېږد خوښې ښودلې او زیاتوي، چې د دې سټېشن په بیا فعالېدو سره به سوداګرو ته لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي. 

د اندخوی سټېشن چې د اقینې بندر په ۳۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري په دې وروستیو کې بیرته ترمیم او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی.

تړلي موضوعات