د نشه یي توکو د تولید یوه ستره کارخونه کشف او له منځه وړل شوې
د پکتیا ولایت د امنیه قومنداني د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې ځواکونو ددې ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د نشه یي توکو یوه لویه کارخونه کشف او له منځه وړې.
د یاد ولایت د مقام ویاند عبدالقدیر احمدي ویلي، چې دغه کارخونه تیره ورځ کشف شوې، چې پکې ۲ زره کیلو ګرامه چرس امنیتي ځواکونو نیولي دي.
ښاغلي احمدي دغه راز زیاته کړې، چې په تړاو یې ۹ تنه نیول شوي، چې ډیر ژر به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.