فراه کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیول شوي
د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو اړوند پنځمې سرحدي لوا کشفي منسوبینو د فراه ولایت په پشمکي سیمه کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او نیولي دي.
په دغو وسلو او مهماتو کې ۱۳میله راکېټ، یو میل هاوان، دومیله پیکا، یومیل کلاشینکوف، یو میل اګایس، دوه میله سل ډزي او ګڼ شمېر نور مهمات شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې امنیتي ځواکونو د هېواد په ګوټ ګوټ کې د کشفي علمیاتو په ترڅ کې د ګڼ شمېر وسلو او ممهاتو د کشف او ضبط خبر وکړی دی.