اوسني حکومت کې د«هزاره جینوسایډ» ادعا د شر اچونکو کړیو کار دی

اوسني حکومت کې د«هزاره جینوسایډ» ادعا د شر اچونکو کړیو کار دی افغانستان
دوکتور جعفر مهدوي

د هزاره هېوادوالو یو تن مخکښ مشر او سیاستوال دوکتور جعفر مهدوي په دې وروستیو کې د هزاره جینو سایډ د ګنګوسو په اړه اعلامیه خپره کړې.

نوموړي د اسلامي امارت د تېرې او اوسنۍ واکمنۍ پر مهال د هزاره نسل وژنې ادعا ناسمه بللې او ویلي یې دي، چې دا ادعا د ځینو شرغوښتونکو کړیو کار دی.

یاد شیعه مشر په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې اسلامي امارت د سر په قربانیو د ټولو ولسونو او په ځانګړي ډول د هزاره هېوادوالو ډاډمن امنیت نیولی دی او هزاره قوم ټول مراسم په اوسني حاکمیت کې په پوره امنیت کې ترسره کړي او ترسره کوي یې.

هزاره قومي مشر او سیاستوال ښاغلي مهدوي، په کور دننه او بهر هزاره وروڼه متوجه کړي دي او غږ یې پرې کړی، چې دغې توطیې ته متوجه شي او د شریرو کړیو د تبلیغاتو ښکار نه شي.

نوموړي ویلي، که څه هم دا حقیقت دی چې د افغانستان د تاریخ په ګڼو دورو کې هزاره او شیعه هېوادوال د وخت د حاکمانو له تبعیض، ظلم او کرکې سره مخامخ شوي خو د اسلامي امارت په تېره او اوسنۍ واکمنۍ کې داسې کوم څرک نه ترسره کېږي. 

د یادونې وړ ده، چې ټولنیزو رسنیو کې له څه مودې راهیسې «هزاره جینو سایډ یا هزاره نسل وژنې» تر نوم لاندې یو شمېر کسان له غربي هېوادونو هشټګ چلوي؛ دوی وايي چې ګواکې اسلامي امارت د هزاره قوم امنیت ته پاملرنه نه کوي، هغه چې اسلامي امارت او د هزاره قوم مشران یې په کلکه ردوي او دا د افغانانو یووالي له منځه وړلو لپاره یې بهرنۍ تبلیغاتي او استخباراتي پروپاګند او د یووالي ضد دسېسه بولي.

تړلي موضوعات