د سروبي لوا ۱۹ تنه مجاهد سرتېري د توپچي زده کړو څخه فارغ شوي

د سروبي لوا ۱۹ تنه مجاهد سرتېري د توپچي  زده کړو څخه فارغ شوي افغانستان
فارغ مجاهد سرتېري

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د سروبي درېیمې پلې لوا د ښوونې او روزنې امریت څخه ۱۹ تنه مجاهد سرتېري د توپچي زده کړو بشپړولو وروسته فارغ شوي.
د دې قول اردو ویاند مولوي جاوید بلال وايي، چې دا سرتېري د توپچي زده کړو له دوه میاشتني کورس څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې نن فارغ شول.

د یادونې ده، چې نن د ملي دفاع وزارت هم خبر ورکړی و، چې د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۳۵۰ تنه منسوبین له مسلکي او عقیدوي زده کړو بشپړولو وروسته فارغ شوي.

تړلي موضوعات