پر یمن د امريکا او بريتانيې تازه هوايي بریدونه

پر یمن د امريکا او بريتانيې تازه هوايي بریدونه سیمه
پر یمن د ت

نړېوالو رسنيو خبر ورکړی چې بېګاه ناوخته د يمن په پلازمېنې صنعا ښار او ځينو نورو سيمو هوايي بريدونه ترسره شوي.

رويټرز اژانس خبر ورکړی، چې امريکايي او بريتانوي پوځي الوتکو بېګاه شپه ناوخته د يمن پلازمېنې صنعا او الحديده ښارونو کې د حوثيانو مرکزونه په نښه کړي.

بلخوا امريکايي او بريتانوي ځواکونو په يوه مشترکه اعلاميه کې څرګنده کړې چې د حوثيانو ۸ مرکزونه او ځايونه يې په نښه کړي.

د انصار الله په نوم ډله چې په حوثيانو مشهور دي وايي چې امريکايي او بريتانوي ځواکونو په صنعا، الحديده، تعز او البيضاء سيمو ۱۸ توغنديز بريدونه ترسره کړي؛ ياده ډله وايي چې يادو بريدونو ته به حتما غبرګون ښايي.

پرون ورځ د حوثيانو وياند یحيی سريع پخپل تازه پيغام کې وويل چې يوه امريکايي بار وړونکې بېړۍ يې د يمن په عدن خليج کې په نښه کړې.

د يادونې وړ ده چې په غزه کې د امريکا، بريتانيا او ځينو نورو غربي هېوادونو په ملاتړ د روان اسرائيلي وحشت په غبرګون کې د يمن حوثیانو په سور سمندرګي کې د هغو بېړيو په نښه کولو ګواښ وکړ چې د فلسطين اشغال شوو سيمو کې اسرائيلي حکومت ته تللې او عملاً يې يوه اسرائيلي بېړۍ برمته کړې او ځينې نورې يې ويشتلې دي.

تړلي موضوعات