تېرو لسو ورځو کې ۴۴ میلیونه ډالر لیلام شوي او سبا ۱۶ میلیونه نور لیلامېږي

تېرو لسو ورځو کې ۴۴ میلیونه ډالر لیلام شوي او سبا ۱۶ میلیونه نور لیلامېږي افغانستان
امریکايي ډالر

د افغانستان بانک تازه خبر ورکړی، چې سبا چهارشنبه د داوطلبۍ له لارې ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په ډول پلوري.

دې حکومتي ادارې په داسې حال کې د یادو ډالرو د لیلام خبر ورکړی، چې تېرو لسو ورځو کې هم د افغانستان بانک ۴۴ میلیونه امریکايي ډالر د افغانۍ ارزښت ساتلو په موخه د لیلام په ډول پلورلي وو.

د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کړې، څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي او خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

تړلي موضوعات