د بدیل په صورت کې بهرنیو وګړو ته کاري وېزې مه ورکوئ

د بدیل په صورت کې بهرنیو وګړو ته کاري وېزې مه ورکوئ افغانستان
ټولې ادارې او مؤسسات دې د بهرنیو وګړو د استخدام د مقررې د شپږم بند مطابق کړنې وکړي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد جان اغا د بهرنیو چارو، ماليې او اقتصاد وزارتونو استازو سره بهرنیو وګړو ته د کار جواز د وېش څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، مولوي محمد زاهد جان اغا په دې اړه ناسته کې څرګنده کړې، په ډېری مواردو کې لیدل کېږي چې په زیات شمېر مؤسسات، خصوصي شرکتونه او کمپنۍ په لوړ معاش بهرني وګړي استخداموي، چې دا له یوې خوا له هېواده د پانګې ایستلو سبب کېږي او له بلې خوا د بیکارۍ کچې ګراف هم لوړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلي معین دې مسئلې ته په اشارې سره ویلي، په شرایطو او معیارونو برابر افغان ځوانان له بې کاري کړېږي او اړینه ده چې ټولې ادارې په مشترک ډول دې برخې ته پام وکړي.

نوموړي بهرنیو وګړو ته په هېواد کې د بدیل په شتون کې د کاري ویزو له ورکړي په مخنیوي او افغان ځوانانو ته په ګمارنو کې په لومړیتوب ورکولو ټینګار کړی دی.

په دې ناسته کې پرېکړه شوې چې ټولې ادارې او مؤسسات دې د بهرنیو وګړو د استخدام د مقررې د شپږم بند مطابق کړنې وکړي.

همداراز پرېکړه شوې، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ادرسه دې د متحد المال مکتوب له لارې له ټولو ادارو وغوښتل شي، چې په خپلو کاري ساحو کې بهرنیو وګړو ته د کار ورکړې په برخه کې د دې وزارت موافقه واخلي، چې د هغوی دعوت ته اړتیا شته او که نه.

یاد وزارت همداراز خبرداری ورکړی، چې هغه مؤسسات، شخصي کمپنۍ او شرکتونه چې بهرني کاریګر ولري او د کار جوازونو د نه تمدید ترڅنګ د دې وزارت سپارښتنو ته پام ونه کړي له هغوی سره به د مالیاتو په تصفيې کې هیڅ راز همکاري ونه کړي.

تړلي موضوعات