د عمر ثالث فرقې څخه ۳۵۰ تنه منسوبین فارغ شوي

د عمر ثالث فرقې څخه ۳۵۰ تنه منسوبین فارغ شوي افغانستان
يووالی یې په هېواد کې د اسلامي نظام د بقا ضامن دی

د افغانستان ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې له ښوونیز مرکز څخه په څلورمه دوره کې  ۳۵۰ تنه منسوبین له مسلکي او عقیدوي زده کړو بشپړولو وروسته فارغ شوي.

دفاع وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې یاد شمېر سرتېري د دغې فرقې له جزوتامونو او قطعاتو څخه تر ۳ میاشتنیو عقيدتي، مسلکي او نظامي زده کړو ترلاسه کولو ورسته د یو لړ مراسمو پر مهال چې د ۲۱۷ عمري قول اردو د قومندان او د یاد ولایت نظامي مسؤلینو او مجاهدینو هم په کې شتون درلود فارغ شول. 

خبر کې وړاندې راځي، چې جوړو شوو مراسمو کې مسؤلینو نظامي زده کړې مهمې یادې کړې او يووالی یې په هېواد کې د اسلامي نظام د بقا ضمانت بللی دی.

تړلي موضوعات