د قوش تېپې کانال چارې دې ګړندۍ شي

د قوش تېپې کانال چارې دې ګړندۍ شي افغانستان
د کابینې په څوارلسمه غونډه کې په یو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې شوې

د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې په څوارلسمه غونډه کې په یو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې شوې.

په دې غونډه کې د سیاسي کمېسیون په مشرۍ د ریاست الوزراء ادارې معاونیت، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د چارو ادارې لوی ریاست او ملي پراختیا شرکت مسئولین وهڅوي، چې د قوش تېپې کانال چارې ګړندۍ او د کارونو د لا ښه والي او پرمختګ په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي.

همداراز په دې غونډه کې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ته دنده سپارل شوې چې په هېواد کې د ننه او بهر د افغان سوداګرو لپاره لازمې اسانتیاوي رامنځته کړي او په ټولو هغو ممکنه لارو دې غور وشي چې د سوداګريزو توکو په صادراتو او وارداتو کې اسانتياوې رامنځته کوي.

تړلي موضوعات