چین کې د ځمکې ښوېیدنې له امله یو کلی لاندې شوی

چین کې د ځمکې ښوېیدنې له امله یو کلی لاندې شوی سیمه
د یو کلي ۱۸ کورنۍ تر خاورو لاندې شوې دي

چینایي رسنۍ خبر ورکوي، چې نن سهار ددې هېواد په غربي ولایت یوننان کې د ځمکې ښوېیدنې له امله ۴۷ تنه تر خاورو لاندې شوي. 

چینایي دولتي خبري آژانس شینهوا ویلي، چې په دې ځمکې ښوېیدنه کې د یو کلي ۱۸ کورنۍ تر خاورو لاندې شوې دي. 

په ورته مهال یاد خبري اژانس زیاته کړې، چې د ژغورنې ډلو تر دې مهاله د دوو کسانو مړینه تائید کړې او د نورو د پیدا کولو عملیات دوام لري.

تړلي موضوعات