تېره میاشت نږدې ۳ زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې یوازې په تېره مرغومي میاشت کې نږدې ۳ زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ او راتګ کړی دی.
د دغې ادرې ویاند محمد حلیم رافیع وایي، چې د تېرې میاشتې اوږدو کې د هېواد هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو کې د ۲ زره او ۹۷۰ تنه بهرني وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی.
د رافیع په خبره د ثبت شوو ارقامو له مخې د ۱۹ ښځینه وو په ګډون، ۱۵۵۱ تنه بهرني وګړي هېواد ته راغلي او ۱۴۱۹ نور، چې له دې ډلې یې ۱۹ښځې دي، له هېواده وتلي دي.
ویاند زیاته کړې، چې د بهرنیو وګړو تر ټولو ډېر تګ او راتګ د نیمروز ولایت بندر، د هرات هوايي ډګر او بندرونو او د تورخم بندر له لارې ثبت شوي دي.
باید وویل شي، چې د اسلامي امارت په بیاځلې راتګ او سرتاسري امن راتلو سره افغانستان د بهرنیو وګړو لپاره د سیاحت په مرکز بدل شوی، چې د مسؤلینو او ټاکل شوو کمېټو له لوري ورته د سیاحت او سوداګرۍ برخه کې ګڼې آسانتیاوې هم رامنځ ته شوې دي.