افغان حکومت د روسیې مسافر وړونکې الوتکې په غورځېدو خواشیني ښودلې

افغان حکومت د روسیې مسافر وړونکې الوتکې په غورځېدو خواشیني ښودلې افغانستان

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د روسیې هېواد د یوې مسافر وړونکې الوتکې پر غورځېدو ژوره خواشیني ښودلې.

افغان حکومت په دې اړه ویلي، چې د روسیې فدراسیون د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو په پېښه کې د ګڼ شمېر کسانو د ژوند له لاسه ورکولو له امله خپله ژوره خواشيني څرګندوي او د روسیې فدراسیون حکومت او قربانيانو کورنيو سره خپله خواخوږي ښيي.

د یادونې وړ ده، چې نن پنجشنبه د روسیې یوه مسافر وړونکې الوتکه د دې هېواد په ختیځ کې غورځېدلې او د الوتکې د ټولو مسافرو چې شاوخوا ۵۰ تنه ښودل شوي د مړینې خبر ورکړل شوی.

تړلي موضوعات