اسلامي امارت یوه میاشت کې دوه میلیارده افغانۍ کډوالو سره مرسته کړې

اسلامي امارت یوه میاشت کې دوه میلیارده افغانۍ کډوالو سره مرسته کړې افغانستان
انځور ارشیف

د کډوالو ستونزو ته د رسیدګۍ عالي کمیسیون چارواکي وايي، اسلامي امارت تېره یوه میاشت کې له کډوالو سره ۲ میلیارده افغانۍ مرسته کړې.

د دې کمېسیون غړی مولوي احمدالله وثیق وايي، د راستنېدونکو کورنۍ هر غړي ته ۲ زره افغانۍ ورکول کیږي او هره ورځ شاوخوا ۳۰ میلیونه افغانۍ په نغدي ډول وېشل کیږي.

وثیق زیاته کړې، چې د خوړو وېش، ټرانسپورټ، روغتیایی خدمتونه او نوم لیکنه هغه خدمات دي چې د حکومت لخوا کډوالو ته وړیا وړاندې کیږي.

د یادونې وړ ده چې د ایران او پاکستان څخه د کډوالو د رایستلو پروسې له پیل وروسته، اسلامي امارت د کډوالو ستونزو د رسیدګۍ عالي کمیسیون جوړ کړ، چې دنده یې د راستنېدونکو لپاره د خدماتو وړاندې کېدل دي.

تړلي موضوعات