ا.ا.ا: یوناما ادعاوې په کلکه ردوو؛ راغلي افغانان د عفوې فرمان څخه برخمن دي
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي، چې هېواد ته راستنېدونکي ټول مهاجر د عفوې فرمان څخه برخمن دي؛ هیڅوک هم له سیاسي لحاظه له هغوی سره دښمني، تضاد او انتقامي چلند نه کوي او که داسې څه پېښ شي حکومت یې پوښتنه او مخنیوی کوي او عاملین جزا ویني.
مرستیال ویاند زیاته کړې، چې البته که په ځینو سیمو کې یوه نیمه پېښه شوې وي، هغه سیاسي نه، بلکې شخصي او خورا جزئي ده چې یوناما ته نه ښایي استفاده ترې وکړي او د پروپاګند په خپرولو سره اندېښنې زیاتې کړي.
نوموړي همداراز ویلي، چې موږ دا ډول اندېښنې او د هغو سیاسي کول په کلکه ردوو.
ښاغلي فطرت ویلي، چې نظام خلکو ته ډاډ ورکوي چې په دې اړه دې هیڅ اندېښنه و نه لري او په ډاډ سره دې خپل هېواد ته راستانه شي.
د یادونې وړ ده، چې هېواد کې د تېرې ادارې د ټولو نظامي منسوبینو او هغه وخت چارواکو ژوند خوندي دی او وروستیو کې په سلګونو پخواني چارواکي هېواد ته راستانه شوي دي.