اسرائيلی ليکوال: غزې وګټله او اسرائيل خپل ځان بايلي

اسرائيلی ليکوال: غزې وګټله او اسرائيل خپل ځان بايلي نړۍ

په داسې حال کې چې اسرائيلي ميډيا غزه کې نسل وژنې او په لوږه د خلکو د وژنې لړۍ ته جوازونه لټوي، د هآرتس اسرائيلي ورځپاڼې يوه شنونکي «زوي بارل» دغه په بشپړ ډول کلابنده تړانګه سوبمنه بللې او ويلي يې دي چې «غزه نه يوازې د نظامي مقاومت، بلکې د وجود او اخلاقو له پلوه هم سوبمنه ده او اسرائيلي دولت او ټولنه يې د جينياتي جوړښت له پلوه د له منځه تلو په لار روان کړي دي، چې کومې کودتا او بنسټيز سياسي بدلون ته له اړتيا پرته يې داخلي سقوط ګواښي».

بارل چې همدې ورځپاڼه کې د عربي چارو شنونکی دی، د اسرائيلي کنيسټ د عرب غړي ايمن عوده په خبرو چې «غزې وګټله او غزه به سوبمنه وي»، په تبصره کې وويل چې دا خبرې تش شعار نه، بلکې بېخي څرګند حقيقت دی چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهيسې يې په خپلو سترګو وينو، دا که غزه کې د مرګ، ويجاړۍ او د لوږې د صحنو له لارې وي او که د جګړې د پايلو له لارې چې اسرائيل له داخله سره شکوي.

ليکوال د غزې جګړه يوازې نظامي جنګ نه بلکې داسې يو فکتور بولي چې د اسرائيلو جوړښت کې بدلون راولي، داسې چې له يوه پلوه اسرائيلي وګړي د ډيموکراسۍ په له منځه تلو غږېږي او له بل پلوه غزه په خپلو قربانيو، لوږه او ويجاړۍ د اسرائيلي دولت او ټولنې په جينياتي جوړښت کې بدلونونه راولي چې هيڅ داخلي انقلاب ته اړتيا نه پاتې کوي.

وړې خبرې
ليکوال ويلي چې د غزې پېښو نورې ټولې کيسې له هيڅ سره برابرې کړې؛ د اکتوبر له اوومې نېټې مخکې د کودتا له هڅو وېره، د عمومي منشي له ګوښه کولو وېره، د شاباک مشرۍ ته د يوه سخت دريځي مشر د راوستو وېره، د قاضي القضات پرېکون، حکومت ته د غير محدود واک ورکولو قانون جوړونه او نورې قضيې اوس ټولې په هيڅ حساب دي.

هغه زياتوي چې «په داسې وخت کې چې د ډیموکراسۍ د له منځه تلو له وېرې زرګونه کلمې ليکل کېږي؛ غزه له بهره د انقلاب دنده په مخ وړي، ځکه په ورځنۍ توګه هلته لسګونه کوچنيان، ښځې او سپينږيري يوه ګوله مړۍ پسې د رسېدو لار کې وژل کېږي او بشپړې کورنۍ تر ودانيو لاندې کېږي، خو اسرائيلي پوځ يې د ژغورلو اجازه نه ورکوي».

د بارل په وينا د اسرائيلو شتون لکه ترويج چې ورته کېږي؛ په بشپړ ډول د غزې په له منځه وړلو پورې تړلی ښودل کېږي، له همدې ځايه جګړه يوه سپېڅلې دنده ګرځېدلې او له امله يې حماس سره اسرائيلي بنديان او جګړه کې د اسرائيلو سرتېرو پرله‌پسې مرګونه له پامه غورځول شوي دي.

له اخلاقو کنګال دولت
دغه اسرائيلي شنونکي وړاندې ويلي: «واکمن ايتلاف چې د کومې بشپړې بريا خبره کوي، چې د غزې په جوماتونو يې خپل بيرغونه درولي، د غزې خلک يې شړلي، د حماس جنګيالي يې وژلي او هستوګنځايونه يې جوړ کړي، خو پوښتنه دا کېږي چې: موږ به له کوم ولس سره خپله سوبه لمانځو؟».

هغه خپله ځواب کوي چې «له دوو په لږو کلونو کې له اسرائيلي دولته يو بېل شی جوړ شو؛ داسې دولت چې د بيان ازادي په کې رټل شوې ده، ژورنالېستان په کې بنديان شوي، ښوونکي شړل شوي، اخلاق له منځه تللي، د بنديانو کورنۍ وهل ټکول کېږي، غربي تړانګه کې د فلسطينيانو کورونه سوځول کېږي او بنديان شکنجه کېږي».
د ليکوال په اند «غزې د اسرائيلي وګړو ژبه او افکار هم اړولي او هغوی وروسته له دې چې د انسانانو په توګه يې ژوند کولی شو، اوس په جګړه کې د ښکېلتيا له امله هم د يرغملو له ژونده تېر دي، هم خپل بچيان قربانوي او هم د مقابل لوري زرګونه کوچنيان، ښځې او بوډاګان وژني».

هآرتس سره د عربي چارو دغه شنونکي خپلې خبرې په دې پای ته رسولې چې: «په غزه ولکې کولو اسرائيل په يوه پاشلي، غچ اخيستونکي او له اخلاقو کنګال دولت بدل کړي، په دې هر څه له پاسه يې له امېد او ارمانه خالی کړی. په لوړه بيه ترلاسه شوې هيڅ بريا نه شي کولی هغه ژور ټپ ورغوي چې د اسرائيلي دولت او د دې ټولنې په شخصيت کې رامنځته شوی دی».

تړلي موضوعات